Ijaz Ufaq - Da Larey Hm Manana Da Negday Hm Manana - د مندر هم مننه، د کعبې هم مننه
Parnassós Parnassós
2.05K subscribers
1,128 views
33

 Published On Apr 23, 2024

د لرې هم مننه، د نیږدې هم مننه
د مندر هم مننه، د کعبې هم مننه

هغه بې حده حسین، هغه بې کچه ښکلې
د هغه هم مننه، د هغې هم مننه

د ګناه خوند بدل وو، د توبې کیف بدل دی
د ګناه هم مننه، د توبې هم مننه

ورځ مې د رزق سبب، شپه مې باعث د ارام
د ورځې هم مننه او د شپې هم مننه

په هوش کښې زړونه ساتم، نشه کښې وایم رښتیا
د هوش مې هم مننه، د نشې هم مننه

شاهد هم دغسې دی او تل به دغسې وي
که راځې هم مننه او که ځې هم مننه

- شاهد قماش

show more

Share/Embed