Published On May 20, 2024
چې بيا لالي پسې خفه شم بيا نشې وکړمه
کاش ماضي راشي او زه بيا هغه نخرې وکړمه
زه چرت وهم چې ما په ځان کومې کانې و نه کړې
زه چرت وهم چې اوس په ځان کومې کانې وکړمه
زه مړې سندرې پسې دوه رکعاته نفل کوم
رکوع کښې های های، او سجدې کښې به ټپې وکړمه
وعده ېې دا ده چې جنت کښې به مزې کومه
خو شرط يې دا دی چې تمام ژوند بې مزې وکړمه
وطن مې ړنګ، ژوند مې تباه، هيلې مې خاورې ايرې
نورې د خدای د کړنو څومره تماشې وکړمه؟
يو تبليغي، يو ملا جان، يو هغه مست پير صـاحب
ايمانه! وايه کنه چا سره لانجې وکړمه؟
ممتازه تور څادر له غاړې تاوومه،ځمه
د باچا خان بابا مزار کښې به څو شپې وکړمه
- ممتاز اورکزی
show more