ولې دُعـا نه قبلېږي؟ | پښتو اسلامي ويډیوګانې | pashto islamic video
Walid ahmadzai Walid ahmadzai
2.24K subscribers
2,125 views
158

 Published On May 31, 2022

زمــونږ دعا ولې نه قبلېــږي
له ابراهیم ابن ادهم (رحمه الله) نو یو کس پوښتنه وکړه چې:
اللهﷻ خپله په قرآن عظیم الشان کې مونږ ته وعده راکړې چې زمونږ دعاګانې به قبلوي خو بیا هم زمونږ دعاګانې نه قبلیږی. علت یی څه دی.
ابرهیم ادهم په ځواب کی ورته ډیره ښکلی خبره وکړه او ورته ویی ویل : لس 10 داسې خبرې دي د هغه له وجې زمونږ دعا نه قبلیـــږي.
1. الله ﷻ خپل خالق منــو خو هغسی عبادت چی دهغه حق ده او د هغه له شان او عظمت سره ښایي ، نه یې کوو.
2. د سپېڅلی کتاب قرآن عظیم الشان تلاوت کوو خو په خپل ژوند کې په هغه باندی عمــل نه کوو. هغه قرآن چی که چیرته په غره باندی نازل شوای ، نو غـر به یې له ویرې ټوټې ټوټې شوی وو.
3. ظاهراً خو شیطان خپل دښمن ګڼو خو په عمل کې د هغه پیروي کوو او د وسوسو په وړاندې پاتی راځو .
4. د الله د حبیب رسول الله ﷺ سره د مینی او محبت ادعا کوو خو په خبرو باندی یې عمل نه کوو.
5. جنت ته دتلو دعــوه خو لرو، خو هیڅ داسې عمل نلرو چې مونږ د جنت مستحق وګرځوي.
6. د جهنم له اوره ډاریږو خو په عمل او ګفتار کې صادق نه یو او هیڅکله له ګناه نه لاس نه اخلو.
7. شپه او ورځ د نورو په عیبونو پسې ګرځو او خپل عیبونه رانه هیر وي.
8. مرګ د یو تریخ حقیقت په حیث منو خو هیر کړی مو دب او هیڅکله تیاری ورته نه نیسو.
9. دالله تعالی راکړل شوی رزق خورو خو دنعمتونو شکر یې نه اداء کوو.
10. شاوخوا دوستان له لاسه ورکړو او دفن یې کړو خو عبرت نه ترې اخلو او دغه قیمتي ژوند ډیر ارزانه خرڅوو.

show more

Share/Embed